د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د کارډ لرونکو افغان کډوالو سروې روانه ده


حکومت وايي د کارډ لرونکو افغان کډوالو سروې روانه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:14 0:00

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خبرونه یوازې ګنګوسې دي. د وزارت ویاند لطیف الرحمان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو سروې روانه ده چې موخه یې د هغوی کره شمېر معلومول دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې پکې راغلي چې حکومت د اپرېل تر نیمايي وروسته د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو عمل په اړه غونډه کوي. په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر حاجي عصمت الله وايي چې که حکومت کډوال ستنوي نو دا کار دې په پړاوونو کې وکړي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې لکونه بې اسناده کډوال افغانستان ته لېږدولي دي. په پاکستان کې مېلیونونه راجسټر کډوال پراته دي چې زیاتره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) او پاتې نور یې د افغان سېټېزن کارډ په نوم حکومتي اسناد لري. په دې اړه بشپړ رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG