د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه پیل کړي دي


د تاجکستان، ازبکستان او روسیې سرتېري له افغانستان سره پولې ته څېرمه د تمرین پر مهال توغندي ولي - پخوانی انځور.
د تاجکستان، ازبکستان او روسیې سرتېري له افغانستان سره پولې ته څېرمه د تمرین پر مهال توغندي ولي - پخوانی انځور.

د روسيې د دفاع وزارت وايي، له تاجکستان سره یې په ګډه د وسلوالو پر ضد د مبارزې او د پولو ساتنې لپاره پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

د اپرېل له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې پورې د تمرینونو هدف د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ځواکونو چمتووالی ښوول شوی دی.

د روسيې د دفاع وزارت وايي چې په تمرينونو کې یې په تاجکستان کې د ځواکونو د ۲۰۱ اډې سرتېري، غرنیز واحدونه یا یونټونه، زغره وال، توپخانې، کشفي واحدونه، د جنګي هېلېکاپټرونو او ټرانسپورټي چارو سرتېري برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۲مه د روسیې له پلازمېنې سره نېږدې په کراسنوګورسک کې د کنسرټونو پر تالار په وسلوال برید کې ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.

روسيې د هغه برید په تړاو د تاجکستان ۱۱ وګړي نیولي او ادعا کوي چې په هغو کې څلور بریدګر هم شامل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د هغه برید په تړاو په تاجکستان کې هم پراخې پلټنې شوي او د چارواکو په وینا، هلته هم نهه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د ازادې اروپا راډیو د تاجکستانۍ څانګې خبریال کیومرث عطا مشال راډیو ته وویل چې د روسیې او تاجکستان د سرتېرو هغه ګډ تمرینونه ظاهراً له مخکې پلان شوي ول، خو مسکو او دوشنبې د امو سیند په بله غاړه کې د وسلوالو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.

دی وايي، د دواړو هېوادونو سرتېري د "سختدریځو ډلو، وسلوالو او ورانکارو پر ضد د مبارزې" لارې چارې زده کوي.

عطا وايي چې د هغو تمرینونو ډګر له افغانستان سره له پولې ۲۰ کېلومیټره لیرې دی. البته "چارواکي د دې ډول مشقونو پر مهال هېڅکله د افغانستان یادونه نه کوي، مګر دا پټه نه ده چې د امو سیند له بلې غاړې د احتمالي خطرونو او د تاجک وسلوالو په ګډون د نورو ډلو د موجودیت په اړه خبرې کېږي."

د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ وسلواله ډلې فعالیت او د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د روسیې او تاجکستان ځواکونو تر دې وړاندې هم څو ځله ورته ګډ پوځي تمرینونه کړي دی. دواړو هېوادونو وروستي پوځي تمرینونه د ۲۰۲۱ز کال په مني کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو لږ وروسته کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG