د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ښار د بلدیاتي حکومتونو غړو د فنډ لپاره احتجاج کړی


په پېښور کې د بلدیاتي ټاکنو کاندیدانو پوسټرونه - انځور له ارشیفه
په پېښور کې د بلدیاتي ټاکنو کاندیدانو پوسټرونه - انځور له ارشیفه

د پېښور ښار د بلدیاتي حکومتونو غړیو په مقامي اسمبلي هال کې دننه د فنډونو د نیشتوالي خلاف احتجاج کړی.

د اپریل پر ۲۹مه، د پېښور د کلیو او چم ګاونډ منتخبو چارواکو (ویلج او نیبرهوډ کونسلز) د احتجاج په وخت وویل چې حکومت یې غږ نه اوري. دوی زیاته کړه چې څو ځل د احتجاج باوجود له فنډونو څخه محرومه دي.

د کوز تهکال چییرمین مومن خان مشال راډیو ته وویل که غوښتنې یې ونه منل شوې نو خپل دفترونه به وتړي. "فڼډونه نشته. که د بجلۍ یوې مسلې پسې ځو نو لومړی خو د دریو زرو روپو تیل وسوزي. لارې کوڅې مو ټولې خرابې دي. ګېس نشته. بجلي نشته. خلک هم رانه خپه دي. چرته چې بلبونه لګوو نو خلک راته وایي چې بجلي نشته نو بلب هم ځان سره سمبال کړئ."

د صوبې د بلدیاتي حکومتونو غړیو ویلي چې دوی به د می میاشتې پر اوومه نیټه د صوبایي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي.

د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت د بلدیاتي غړیو د دغو تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې دوی سره پیسې نشته. البته زیاته کړې یې وه چې وفاقي حکومت ته یې اربونه روپۍ پاتې دي چې له ترلاسه کولو سره سم به یې لګول پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG