د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۷ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو مشران پر اسراییلو د ایران برید په اړه بحث کوي


په اسراییلو کې هوايي دفاعي نظام د ایران له لوري ویشتل شوي توغندي ولي - د اپرېل ۱۴مې انځور.
په اسراییلو کې هوايي دفاعي نظام د ایران له لوري ویشتل شوي توغندي ولي - د اپرېل ۱۴مې انځور.

ټاکل شوې چې د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي - ۷) مشران د اپرېل پر ۱۴مه پر اسراییلو د ایران د ډرونونو او توغندیو تر حملې وروسته په منځني ختیځ کې پر وضعیت خبرې وکړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو په ګډون ډېریو هېوادونو پر اسراییلو د ایران پراخه او بېساری برید غندلی دی او پاکستان ویلي دي چې په منځني ختیځ کې روان وضعیت اندېښمن کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي دي.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی دی.

اسراییلو ویلي دي چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

اسراییلو ویلي دي چې ایران له ۲۰۰ څخه د زیاتو بې پیلوټه الوتکو او توغندو، چې پکې څه باندې ۱۰ کروز میزایلونه هم شامل ول، حمله کړې ده.

د اسراییلو دریځ

تر حملې لږ ساعت وروسته د اسراییلي وزیراعظم دفتر پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې بنیامین نتنیاهو "په تل ابیب کې له جنګي کابینې سره" غونډه کړې ده.

د وزیراعظم دفتر وروسته په بل بیان کې وویل چې نتنیاهو د "امنیتي کابینې او جنګي کابینې" تر غونډې وروسته له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

په همدې حال کې اسراییلو د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه د اپرېل پر ۱۴مه د بیړنۍ غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ګېلاد اېردان پر اېکس په بیان کې د ایران حمله، "نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ" بللی دی.

ايران دا بريدونه تر هغې څو ساعتونه وروسته کړي چې د هرمز په تنګي کې يې له اسراییلو سره تړلې يوه کښتۍ ونیوله.

د تهران دې اقداماتو په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې وېره پیدا کړې ده.

امریکایي او برېتانویو رسنیو راپور ورکړی چې هغو هېوادونو د اسراییلو پر لوري روانې ځینې بې پیلوټه الوتکې او توغندي د عراق او شام په سرحدي سیمه کې وويشتل.

ایران پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حمله کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00

د اسراييلو د پوځ ویاند دانيیل هاګاري د اپرېل پر ۱۴مه سهار وختي وویل، "د ايران حمله ناکامه شوې ده."

هغه ویلي چې د "۹۹ فیصده" توغنديو او بې پیلوټه الوتکو مخه يې نيولې ده چې دا یې "ډېره مهمه ستراتیژیکه بریا ده."

نوموړي داراز ویلي دي چې امریکا او فرانسې یې د بریدونو پر وړاندې په دفاع کې د اسراییلو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.

دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د غزې په تړانګه کې د جګړې د دوام او په شام کې د برید په اړه د ایران او لویدیځ ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

ایران خپل برید ته د اسرايیلو پر وړاندې د "صادقانه ځواب" عملیاتو نوم ورکړی او "په دمشق کې یې د ډېپلوماټیکو ځایونو پر وړاندې د اسراييلو د تېري ځواب بولي."

د ایران دریځ

د ایران پوځ دعوه کړې ده چې په بریدونو کې یې "ټول اهدف ترلاسه کړي دي" او په بریا یې سرته رسولي دي.

د ایران د پوځ مشر برید جنرال محمد باقري پر دولتي ټېلېوېژن په وینا کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی دی چې ځواب دې نه ورکوي که نه نو د تهران "غبرګون به د نننۍ شپې له پوځي اقدام خورا لوی وي."

ده دا هم وویل چې که واشنګټن په هر ډول ځواب کې د اسراییلو مرسته وکړه نو امریکايي ګټې به په نخښه کړي.

باقري البته زیاته کړه چې "عملیات یې پای ته رسېدلي" او تهران "یې د جاري ساتلو هېڅ نیت نه لري."

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دي چې تهران په سیمه کې خپل متحدان پر اسراییلو تر حملې ۷۲ ساعته مخکې خبردار کړي ول.

د ایران اېسنا خبري اژانس د نوموړي له خولې ویلي دي چې هغوی "په سیمه ییزو هېوادونو کې" خپل "ملګري تر عملیاتو ۷۲ ساعته مخکې خبر کړي ول" او ورته یې ویلي ول چې دا "ټاکل شوې او یقیني ده چې ایران به د قانوني یا مشروع دفاع په شکل کې غبرګون" ښکاره کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا تهران کوم هېوادونه خبر کړي ول او دا هم روښانه نه ده چې ایا هغو متحدانو ته یې د حملې کولو کره وخت هم ښوولی وو او که نه.

ایا پر اسراییلو د ایران حمله په پراخه جګړه اوښتای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:05 0:00

غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په ګډون د نړۍ ډېریو حکومتونو پر اسراییلو د ایران حمله غندلې ده.

ګوتېرېش په اعلامیه کې ژر تر ژره د کړکېچ ختمولو غوښتنه کړې ده او پر روان وضعیت یې زښته اندېښنه ښوولې ده.

د برتانیا وزیراعظم رېشي سونک پر اسراییلو د ایران حمله یو "بې پرواه" عمل بللی دی.

اخوا امریکايي ولسمشر جو بایډن هوډ ښوولی دی چې د منځني ختیځ پر وضعیت د بحث او حملې ته په همغږۍ د ځواب ورکولو لپاره د متحدینو غونډه ورغواړي.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۱۴مه د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي - اووه) په هغه پرلیکه (انلاین) غونډه کې د غړو هېوادونو مشران په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت خبرې وکړي.

په هغه ټولنه کې امریکا، جاپان، جرمني، فرانسه، برېتانیا او کاناډا شامل دي.

بایډن د ایران تر حملې وروسته د اسراييلو له وزیراعظم نتنیاهو سره ټېلېفوني خبرې کړې او وروسته يې وويل چې هغه د اسراييلو د امنیت لپاره له هغه هېواد سره د واشنګټن د کلک ملاتړ پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.

د امریکايي چارواکو په وینا، بایډن د اپرېل پر ۱۴مه سهار وختي د ملي امنیت له شورا سره پر دې مسله غونډه کړې ده.

بایډن وروسته پر اېکس په بیان کې وویل چې واشنګټن د "اسراییلو امنیت ته کلکه ژمنتیا" لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسراییلو د ایران د برید وروسته د ملي امنیت شورا له غړو سره خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسراییلو د ایران د برید وروسته د ملي امنیت شورا له غړو سره خبرې کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر جوزف بورېل هم د برید سخته غندنه کړې او ويلي یې دي چې دا د منلو وړ نه دی او د سیمې امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک هم د ایران غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې هېواد یې په کلکه د اسراییلو ترڅنګ درېږي.

د پاکستان غبرګون

په همدې حال کې پاکستان هم په منځني ختیځ کې پر وضعیت زښته اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د اپرېل پر ۱۴مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد "له میاشتو راهیسې په سیمه کې د مخالفتونو او دښمنیو د پراختیا مخنیوي او په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د نړیوالو هڅو پر ضرورت ټینګار کاوه."

په بیان کې راغلي دي چې اسلام اباد د اپرېل پر دویمه په شام کې پر ایرانۍ قونسلګرۍ تر حملې یوه ورځ وروسته خطرونو ته په اشاره ویلي ول چې "په وار له مخه ناکراره سیمه کې ترینګلتیا خورا زیاته" شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې پر جوته پر اسراییلو د ایرانیو ډرون الوتکو او توغندیو د برید یادونه نه ده کړې خو وايي چې تازه "پرمختګونه د ډېپلوماسۍ د ناکامه کېدو د پایلو ښکارندويي" کوي.

بیان وايي، له روان وضعیته د هغو سختو عواقبو پته هم لګي کله چې "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا و نه توانېږي چې د نړیوالې سولې او امنیت د برقراره ساتلو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي."

په بیان کې د اسراییلو نوم نه دی یاد شوی خو پکې "له ټولو خواوو" څخه د "زغم" اخیستو او د "ترینګلتیا کمولو پر لوري" د اقدام کولو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې اوس د "وضعیت د باثباته کولو او د سولې بحالولو سخت ضرورت" دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG