د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېرګې لاوروف له چینايي چارواکو سره د اوکراین پر جګړې او نورو موضوعاتو غږېږي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف (کیڼې خوا ته) له خپل چینايي سیال وانګ يي سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف (کیڼې خوا ته) له خپل چینايي سیال وانګ يي سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د چین په سفر دی چې هلته له چارواکو سره د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې لاوروف د اپرېل پر اتمه چین ته ورسېد او هلته به له چینايي چارواکو سره د اسیا او ارام سمندر (بحرالکاهل) سیمې پر وضعیت هم وغږېږي.

روسیو چارواکو تر دې مخکې ویلي ول چې نوموړی به له خپل چینايي سیال وانګ يي سره "پر مهمو موضوعاتو" غږېږي چې پکې د ملګرو ملتونو او د لوی اقتصاد لرونکو ۲۰ هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) په ګډون په نړیوالو سازمانونو کې د ګډې همکارۍ په اړه بحثونه هم شامل دي.

رویټرز خبري اژانس تېره میاشت ویلي ول چې ټاکل شوې چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په مې میاشت کې چین ته ورشي او هلته له خپل سیال شي جېنپېنګ سره خبرې اترې وکړي.

پوتین چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې، پر اوکراین تر پراخې حملې څو ورځې مخکې، بیجنګ ته تللی وو نو هغه مهال دواړو خواوو د "لا محدوده" مشارکت اعلان کړی وو.

تر دې شاوخوا یو کال وروسته ولسمشر شي روسیې ته تللی وو او هلته یې له خپل سیال پوتین سره دستراتیژیکې همکارۍ زیاتولو په برخه کې یو لړ اسناد او موافقې کړې وې.

د اوکراین جګړه په اروپا کې تر دویم نړیوال جنګ وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي چې پکې د روسیې او اوکراین د زرګونو سرتېرو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژل شوي او لکونه بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG