د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار ځانمرګي بريد کې د وژل شویو شمېر ۱۹ ته رسېدلی


امنیتي عسکر د چاودنې له ځلی سره ګاډۍ تلاشي کوي.
امنیتي عسکر د چاودنې له ځلی سره ګاډۍ تلاشي کوي.

د افغانستان د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند له نوي کابل بانک سره نن سهار (مارچ ۲۱مه) په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی.

د کندهار په میرویس روغتون کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د پېښې له ځای څخه روغتون ته ۱۹ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي. له دې مخکې په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې د پېښې د مړو شمېر ۳ او د ټپیان شمېر يې ۱۳ تنه ښوولی وو.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل چې دا یو ځان وژونکی برید ووچې د ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک د ودانۍ مخې ته وشو. د هغه په وینا د دې چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وو چې د کابل بانک له دې څانګې څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وو.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو له دې مخکې د کندهار د امام بارګاه په جومات کې د ځان وژونکې حملې په ګډون د دې ډول نورو حملو پړه د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې ده.

XS
SM
MD
LG